روغتیا

د سالنګ ولسوالۍ د ايمرجنسي کلينيک بيا په فعاليت پيل وکړ

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د سالنګ ولسوالۍ د ايمرجنسي کلينيک پرون د دغې ولسوالۍ د کوکلامي درې د ده يک په کلي کې بيا په فعاليت پيل وکړ.
د سالنګ ولسوالي د ايمرجنسي کلينيک د سالننګ ولسوالۍ له انامک کلي څخه لېږدول شوى دى.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې د هېواد د ايمرجنسي روغتونونو د لوى رييس ،د پنجشير د ايمرجنسي روغتون د رييس ، د سالنګ ولسوال قاري محمد عمرسالنګي اود دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان په ګډون جوړه شوه. د سالنګ ولسوال محمدعمر سالنګي وويل چې دغه کلينيک د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر دغې سيمې ته لېږدول شوى دى اوموږهلې ځلې کوو له دې لارې د سيمې اوسيدونکو ته زيات روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
هغه زياته کړه، په دې کلينيک کي د سيمې د خلکو لومړنى روغتيايي اړتياووې په ښه ډول ترسره کېږي.
د ايمرجنسي روغتون ساحوي مسوول غلام علي وويل چې په دې کلينيک کې د داخلې کوچنيانو،اميد وارې ښځې اود نورو برخو ناروغان په سراپا ډول تداوي کېږي.
اود اړتيا په صورت کې ناروغان ولايتي روغتونونوته هم لېږدول کېږي.
هغه زياته کړه،دغه کلينيک د مرکز د ايمرجنسي د روغتون له خوا ملاتړکېږي اوخلکوته د ښوروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولوژمن دى.
د يادونې وړده چې د سالنګ د ايمرجنسي کلينيک په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د پروان ولايت د سالنګ ولسوالي د انامک په کلي کې د ايمرجنسي موسسې په همکارى جوړ شوى و.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته