امنیت

د سرتېري ملي ورځ په بادغيس کې ونمانځل شوه

کابل / د کب ۹ مه / باختر
د کب نهمه (د سرتېري ملي ورځ) نن په بادغيس کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د بادغيس والي، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او يوشمېر خلکو ګډون کړی و.
د بادغيس والي حسام الدين شمس دغه ورځ سرتېرو ته مبارکي وويله او له طالبانو يې وغوښتل چې اوس هم د سولې خبرو اترو دروازه پرانیستې ده، راشئ او له سولې بهير سره يوځاى شي او د خپل هېواد په بيارغاونه کې ونډه واخلي.
هغه زياته کړه: که چېرې طالبان د سولې له بهير سره يوځاى نه شي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت او امکاناتو سره د هغوى ځپلو ته چمتو دي.
هغه د بادغيس خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه لوړ جنګي مورال لري او چمتو دي چې د بادغيس د خلکو او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي محمد ناصر نظري د دغه ولايت د پوځيانو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه او ويې ويل: دغه ځوانان چې شپه او ورځ د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره د جګړې په تودو سنګرونو کې جنګېږي، د بادغيس خلک هم سرتېرو ته د ګلانو په ورکولو سره هغوى وستايل.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته