فرهنګ

د سمنګانو د فرهنګي برخو ستونزو ته پاملرنه کېږي

کابل /د تلي ١٢مه/باختر
د سمنګان ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د مسوولينو او کارکوونکو کارونه او ستونزې د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون دغړى انعام الله سمنګاني له خوا وڅېړل شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون غړى انعام الله سمنګانى پرون د اطلاعاتواوفرهنګ رياست وکوت اود دغې ادارې کارونه او ستونزې يې وڅېړلې.
په دې کتنه کې لومړى د سمنګان فرهنګي مسوول او د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست امداد الله مهاجر خبرې وکړې او ويې ويل: د اطلاعاتواوفرهنګ رياست يوه فرهنګي اداره ده چې د اجيرانو او کارکوونکو په ګډون ٣٠ تنه پکې کارکوي.
هغه زياته کړه، په سمنګان ولايت کې د ملي ټلويزيون ،شريعت راډيو،د باختراطلاعاتي اژانش او د راډيوي شهروند په ګډون ٤ رسنۍ پکې فعالې دي. او يو شمېر نور يې چاپي او تصويري رسنۍ د اقتصادي ستونزو په دليل خپل فعاليتونه اوخپرونې بندې کړي دي.
مهاجر په خپلو خبروکې يادونه وکړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ رياست يواځنى اداره ده چې د تېرحکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له واګمنى وروسته ټول کارکوونکي يې خپلو دندو ته حاضر شوي دي اوخپل کارونه د اسلامي امارت د پاليسى له مخې پرمخ وړي او په دې بدلونونوکې د دغه رياست ټول تجهيزات په سالم ډول ساتل شوي دي.
مهاجر په خپلوخبروکې د دغې ادار ې يولړ ستونزې وړاندې کړې اود حل کولو غوښتنه يې وکړه .
وروسته انعام الله سمنګانى خبرې وکړې او ويي ويل نن د زياتې خوشحالى ځاى دى چې د دغې ادارې ټول کارکوونکي يې په خپلو دندو حاضر دي او ټول وسايل او تجهيزات ساتل شوي دي.
دغه راز سمنګانى د فرهنګي مسوول او د دغه رياست د ټولو کارکوونکو د کارونو اوهلوځلو مننه وکړه او ويې ويل چې د دوى وړانديزونه به وڅېړل شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته