ورزش

د سمنګانو د فوټبال سیالۍ په دوو لوبوسره دوام وکړ

کابل / د وري ۱۴ / باختر
په سمنګانوکې د فوټبال سیالۍ پرون په دوو لوبوسره دوام وکړ.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په سمنګانوکې د فوټبال دغه سیالۍ د کمال خان بند د پرانیستلو په ویاړ ترسره شوې دي.
د سمنګانو د یاشلرد فوټبال ټیم د کندز د شهید سید جان پوهنتون پرټيم او د عقابانوټيم د دغه ولایت پرکهکشان ټيم بریالي شول.
د سمنګانو ورزشي آمرحمید فیضي د دغه سیالیو د ترسرکولوموخه ورزش ته د ځوانانوهڅول او د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو جوړول وبلل او ويې ویل ، دغه سیالۍ د تګ او راتګ په توګه ده چې دویم پړاو یې راتلوونکي اوونۍ کې به په کندزکې ترسره شي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته