ورزش

د سنوکر د نړيوال جام د ١٦ غوره پړاوته د يو افغان سنوګربازلاره موندنه

کابل /د وږي ٣١مه /باختر
د افغانستان د سنوګر ملي لوبغاړى صالح محمد محمدي د دريو برياليتوبونو په ترلاسه کولو سره د نړيوال جام ١٦ غوره لوبغاړو پړاوته لاره وموندله .
هغه لومړى مصر او فلسطين سيالانوته د صفر په وړاندې په پنځو سره ماتې ورکړه. او خپله پنځمه لوبه هم د دريو په وړاندې په پنځوسره پر عراقي لوبغاړى بريالي شو.
محمدي په دغو دريو برياليتوبونوسره د نړيوال جام د ١٦ غوره لوبغاړو پړاوته لاره وموندله .
د دغو نړيوالو سياليو ١٦ غوره پړاو ډير ژر پيلېږي.
د افغانستان د سنوګر فدراسيون يومسوول د قطر د نړيوال جام په سياليوکې د نړۍ د غوره لوبغاړو په شتون سره سره هيله څرګنده کړه چې صالح محمدمحمدي د افغانستان لپاره يوښه مقام وګټي.
افغانستان د قطر د سنوکر په نړيوالو سياليو کې درې ورزشکاران لېږلي و چې دوه نور لوبغاړي ونه شوکړاى دغه پړاوته لاره ومومي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته