امنیت

د سيمه ييز اردو يو منسوب په بادغيس کې شهيد شو

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د سيمه ييز اردو يو منسوب تېره شپه د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې شهيد شو.
د بادغيس د ابکمري ولسوال خدا داد طيب باختراژانس ته وويل چې د سيمه ييز اردو دغه غړى د ابکمري ولسوالۍ د بند شرن په سيمه کې له وسله والوطالبانو سره په جګړه کې شهيد شو.
طيب زياته کړه په دې جګړه کې يوبل سرتيرى ټپى شوى دى اوطالبآنو ته هم د سرزيان اوښټى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته