امنیت

د شرابو د توليد يوه کارخانه په پروان کې کشف شوه

کابل/ د ليندۍ١٥مه / باختر:
د شرابو د توليد يوه کارخانه په پروان کې کشف شوه.
له دې کارخانې څخه د شرابو لس تنه توليدونکي نيول شوي دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه فابريکه په چاريکارو ښار کې شراب توليدول او وروسته دغه شراب د ښار او يو شمېر ولايتونوپه پلورنځيو کې پلورل کېدل.
د پروان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي شمس الحق مبشرباخترآژانس ته وويل؛ له دې کارخانې څخه نږدې زر ليټره شراب او کيمياوي مواد کشف اوضبط شوي دي.
د پروان د مرکز چاريکارو ښار د اوومې امنيتي حوزې آمرملنګ جان هم د لسو تنو توليدونکو نيول کېدل تائيد کړى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته