اقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزير د غاليو د صادراتو پر زياتوالي ټينګار وکړ

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزير نثاراحمد غورياني ټينګار کوي چې دغه وزارت به د غاليو د صادراتو د زياتوالي لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ غورياني دغه راز زياته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غاليو صادراتو د زياتوالي لپاره به نړيوال او کورني نندارتونونه جوړ کړي او دغه راز د غاليو صادروونکو ته ۶ سلنه مالي ملاتړ هم پام کې نيولى دى.
د صنعت او سوداګرۍ وزير د هېواد په دننه کې د غاليو پر پروسس په ټينګار سره وويل چې هر راز ماشينونه او د دغې برخې د اړتيا وړ اوومه مواد به د دغه وزارت په همکارۍ او د نړيوالو بنسټونو په مالي او تخنيکي ملاتړ برابر شي.
په همدې حال کې د غاليو برخې صنعتکاران د غاليو صنعت د ودې او پراختيا لپاره د صنعت او سود اګرۍ وزارت د ملاتړيزو پروګرامونو له امله په قدردانۍ سره د هېواد له توليدي سپينو وړيو د صادراتو د بندولو، په اوومه توګه د مالياتي معافيت په پام کې نيولو او دغاليو په برخه کې د بازارموندنې په اړوند د دغه وزارت د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غاليو د توليد د معياري کولو لپاره د غاليو د پروسس او توليد د حرفوي زده کړو مرکز جوړوي چې دغه مرکز د غاليو صنعت کارانو ته به د ډيزاين، رنګولو، د بيو د زياتوالي او د غاليو اوبدلو په برخو کې زده کړې ورکړي.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته