خبرونهامنیت

د طالبانو دعشر او زکات د راټولولو مسوول په کندز کې ونيول شو

– کابل/ د کب٦مه/ باختر
د وسله والو طالبانو دعشراو زکات د راټولولو مسوول پرون په کندز کې ونيول شو.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د کندزښار له شاه محمد کلي څخه د دغې قول اردو د منسوبانوپه عملياتو کې له يو موټرسايکل، د پيسو د راټولولو له کتابچې او د تومانچې له دوو پرتلو سره ونيول شو.
نظري زياته کړه به عملياتو په کې د زرخريد، لوګريانو، پادشاه قلندر، شاه محمد، اندرابي قشلاق او د کندز ښار شا وخوا سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته