خبرونهامنیت

د طالبانو د جنګي وسايلو يو زيرمه په لغمان کې کشف شوه

٣٧- کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
امنيتي ځواکونو په لغمان کې د طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو د يوې زيرمې د کشفولو خبرورکړ.
دغه زيرمه د جلال اباد-کابل د لويې لارې په تګلوري کې د قرغيوپه ولسوالۍ کې د طالبانو په يو پټنځى کې ساتل کېده .
د لغمان امنيه قوماندان جنرال منظورستانکزي باختراژانس ته وويل چې له دغې زيرمې څخه د هاوان څو ماينونه ، توغندي او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې دغه زيرمه د افغان ځواکونو په عملياتوکې کشف شوه.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته