امنیت

د طالبانو یو سرګروپ په بلخ کې ووژل شو

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په بلخ کې نن سهار د وسله والو طالبانو یو سرګروپ له یوه ساتونکي سره ووژل شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند باختر آژانس ته وویل چې د طالبانو یو سرګروپ خیرالله له یوه ساتونکي سره د بلخ د کشنده ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شو.
خبرځای زیاته کړه چې د دغې جګړې په پایله کې۲ نور طالبان ټپیان شول او د خیرالله ورو ونیول شو.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته