کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
د فراه والي تاج محمدجاهد نن د فراه ولايت د ټولنيزو چارو مرستياله سهيلا مومن نن د دغه ولايت ملکي او پوځي کارکوونکوته معرفي کړ.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د فراه والي تاج محمد جاهد سهيلا مومن ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې د دغه هېواد ښځې تل په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو برخوکې هلې څلې کړي دي .
هغه زياته کړه چې سهيلامومن په فراه کې له ښه شهرت څخه برخمنه ده او کولاى شي فراه ته د خدمت د ترسره کولو يوښه مثال وي .
سهيلا مومن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د حکم له مخې په لومړى رتبه بست کې د فراه ولايت د مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده .
ختم-ج –ا