اقتصادټولنه

د فراه هوايي ډګر کورنيوالوتنوته چمتودى

کابل /د لړم ١١مه /باختر
د افغانستان اسلامي امارت د فراه هوايي ډګرچې د تېروجګړو له امله يوڅه ويجاړ شوې و،بيا رغولى دى او اوس هر رازکورنيو الوتنوته چمتودى .
د فراه دهوايي ډګر د امنيت مسوول مولوي محمد صادق جهادمل باختراژانس ته وويل: اوس د فراه هوايي ډګر کورنيو الوتنوته چمتودى او د سره صليب د نړيوال سازمان د الوتکو الوتنې پکې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې د دغه هوايي ډګر تولې ويجاړې شوي ساحې بيا رغول شوي دي اود دغه هوايي ډګر د امنيت د تامينولولپاره يوامنيتي قطعه ځاى پرځاى شوې ده.
جهادمل وويل چې دغه پوځيان دهوايي ډګر د امنيت د تامينولو ترڅنګ نور امنيتي خدمتونه هم ترسره کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته