خبرونهاقتصاد

د فراه پر کروندګرو اصلاح شوي غنم ووېشل شول

۳۰- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې پر څه دپاسه ۷ زرو کروندګرو د ٣٦٠ مټريک ټنه اصلاح شويو غنمو د ويش بهیر پيل کړى دى.
يوشمېر کروندګر د غنمو پر وېش خوښي څرګندوي او وايي چې اصلاح شوي غنم حاصلات زياتوي.
يو بزګر وويل چې د محصولاتو زياتوالي د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه لري.
ده له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې يوه ټولنه هغه وخت پر خپلو پښو درېږي چې له کروندګرو سره همکاري او د هغوی ملاتړ وکړي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته