سیاستTOP

د قرغېزستان د ملي امنیت شورا د ريیس مرستیال سره د اسلامي امارت د ريیس الوزرا مرستیال کتنه

کابل / د تلې لومړۍ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن له غرمې مخکې د قرغېزستان د ملي امنیت شورا د ريیس مرستیال طلعت بېګ مصدق اوف، سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ريیس الوزرامطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د قرغېزستان د ملي امنیت شورا د ريیس مرستیال د خپل جمهورريیس سلامونه او نېکې هیلې د افغانستان اسلامي امارت د ريیس الوزرا مرستیال ته تقدیم کړل.
نوموړي د منځنۍ اسیا هیوادونو د امنیتي غونډې او شانګهای کنفرانس په هکله چې له افغانستان سره د اړیکو او بشري مرستو په اړه پکې بحث وشو معلومات ورکړل او د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د ګډې غونډې د کوربتوب په موخه یې د خپل هیواد چمتوالی څرګند کړ.
طلعت بېګ مصدق اوف زیاته کړه، موږ غواړو له اسلامي امارت او افغانانو سره ښې اړیکې ولرو او په بشردوستانه او اقتصادي برخو کې همکاري وکړو.
ملا عبدالغني ملابرادر د قرغېزستان جمهورريیس ته د سلامونو او نېکو هیلو ترڅنګ له افغانستان سره د یاد هیواد د اړیکو د تازه کولو او همکارۍ مننه وکړه.
د ريیس الوزرا مرستیال وویل، ګاونډیو او د نړۍ ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه به ورته هیڅ راز ګواښ متوجه نشي. نوموړي د اسلامي امارت او منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو ترمنځ د ګډې غونډې د کوربتوب په خاطر د قرغېزستان د امادګۍ هرکلی وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ريیس الوزرا مرستیال له بین المللي ټولنې وغوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني ويې ویل، د نړۍ له ټولو هیوادونو سره زموږ اړیکې مخلصانه او دوستانه دي او په راتلونکي کې به هم د دوستۍ او ورورګلوۍ پر بنسټ استوارې وي.#
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته