اعلامیهخبرونه

 د قندهار د دیني عالم مولوي عبدالباقي د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۴۴- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار دیني عالم مولوي عبدالباقي د قندهار ښار په نهمه ناحیه کې شهید کړ.
جمهوررییس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل: د افغانستان دښمنان پر دیني عالمانو او خدمتګارو شخصیتونو د تروریستي بریدونو او د ډار او وحشت په رامنځته کولو سره هېواد ته د خدمت کولو لپاره زموږ د خلکو اراده نشي کمزورې کولی.
د هېواد جمهوررییس وویل: طالبان زموږ له دیني عالمانو سره مخامخ او منطقي بحث نشي کولی، په دغو ډارنو بریدونو هڅه کوي د حقایقو د بیان مخه ونیسي او د حق غږ چوپ کړي، چې هېڅکله به بریالي نشي.
جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته د دې تروریستي پېښې د عاملینو د پېژندلو او په سزا رسولو لارښوونه وکړه او د شهید مولوي عبدالباقي کورنۍ ته یې د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتبو څرګندولو ترڅنګ، نوموړي ته د فردوس جنت دعا وکړه.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته