امنیت

په قندهار کې دوسله والو طالبانو په بريد کې لس تنه پوځيان شهيدان شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دقندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دملي اردو او پوليسو په پوستو باندې تيره شپه دوسله والو طالبانو په بريدونو کې د ملي اردو او پوليسو لس سرتيري شهيدان شول.
دقندهار ولايت يو امنيتي مقام وايي: وسله والو طالبانو وکولاى شول چې دملي پوليسو درې تنه سرتيري له ځان سره بوزي له بلې خوا ځينو سرچينو ويلي دي چې دهيواد دغه پوځيان دبهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي، خو دشاولي کوټ مقامات دغه خبرې ردوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته