امنیت

د لغمان امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي لغمان ته په سفر کې د دغه ولایت له ولایتي ادارې او امنیتي ارګانونو سره په کتنه کې امنیتي وضعیت وارزاوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لغمان والي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس ته د مرکز او ولسوالیو په کچه د امنیت، انکشاف، فساد او غصب، د ښې حکومتوالۍ د پیاوړتیا، د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او نورو برخو کې لاسته راوړنې شریکې کړې.
په ورته مهال د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رییس شمیم خان کټوازي د امنیتي ادارو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ، فساد او غصب د مخنیوي او د حکومتوالۍ پیاوړتیا په برخه کې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته