ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت هيئت د قندهار د (انستو) پوهنتون څخه ليدنه وکړه

کابل /دسلواغې ۲مه /باختر
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د ریاست د سرپرست شاکر وحیدي په مشرۍ د دغه وزارت هيئت د قندهار (انستو) پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د لوړو زده کړو وزارت دهیئت د څیړنې په بهیرکې په داسې حال کې چې د قندهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجنیر محمدناصر نیکزاد هم حاضر و د افغانستان د کرنې او ټکنالوژي علومو د ملي پوهنتون( انستو) بېلابېلې برخې وکتلې.
دغه راز شاکر وحیدي د (انستو) پوهنتون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ور کړ چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د اړیکو د ټینګښت په تېره بیا د بشري منابعو په برخه کې به له دغه پوهنتون سره زیاته همکاري وکړي.
وروسته د (انستو) پوهنتون مسوول د دغه پوهنتون د تاریخچې، لاسته راوړنو، چلنجونو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د دغه پوهنتون د چارو د لا ښه والي ډاډ ورکړ.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت هییت د دغه پوهنتون د تضمین کیفیت ،تحقیقاتو، پي. دي. سي. مرکزونه، لابراتوار او له کتابتون څخه هم لیدنه وکړه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته