روغتیا

د لوګرپه درې سوه بسترروغتون کې د کرونا د تست ( PCR) لابراتوار پرانستل شو

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
په لوګرکې د کرونا دلابراتوار څانګه يا د PCR) ماشين د کنجک د نايب امين الله خان لوګري روغتون د سيمه ييزو مسوولينو په ګډون پرون پرانستل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه ماشين د٩٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د روغتيا د نړيوال سازمان په مالي او تخنيکي همکارى پيرودل شوى دى چې په ٢٤ ساعتوکې د ٩٦ سمپلونو د معاينې ظرفيت لري.
د لوګردعامې روغتيا رييس ډاکتر قدرت الله عادل د کويد ١٩ ناروغى د تشخيص لپاره د پي سي ار د ماشين پرانستل مهم وباله اوزياته يې کړه چې پخوا د دغه ماشين د نشتوالي له امله سمپلونه مرکزي لابراتوار ته لېږل کېدل چې له نيکه مرغه دغه ستونزه په اساسي ډول لرې شوه .
د دغه ماشين د پرانستلو په وخت کې د لوګر والي حاجي مالي خان حقاني ،دعامې روغتيا وزارت د وقايوي طب لوى رييس ډاکترنعيم الله ايوبي ، د لوګر دعامې روغتيا رياست مشرتابه اويوشمېر ډاکتران حاضرو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته