خبرونهاقتصادTOP

د ماليې وزارت : د نوي مالي کال بودجه کابو٤٥٢ميليارده افغانۍ ده

٣٥- کابل/ د لړم ٢٨ مه/ باختر
د نوي مالي کال بودجه ٤٥٢ ميليارده افغانۍ ده چې ٢٩٥ ميليارده افغانۍ عادي بودجه او ١٥٦ميليارده پرمختيايي بودجه ده.
د ماليې وزارت وياند شمعروز خان مسجدي د باختراژانس خبريال ته وويل: د نوي مالي کال بودجه ٤٧ سلنه له کورنيو منابعو څخه او ٥٣ سلنه له بهرنيومنابعو څخه تمويلېږي چې اوس کار يې په مشرانو جرګه کې دوام لري او دا چې کله ولسي جرګې ته لېږل کېږي موږ ته معلومه نه ده خو د مالي کال له پيل څخه مخکې بايد تصويب شي.
هغه وويل: د نوي مالي کال په بودجه کې زياتې پروژې شاملې دي چې تراوسه پورې بشپړې او خپرولو وړ نه دي ځکه اټکل کېږي چې په پارلمان کې بدلون وکړي.
مسجدي وويل؛ ټاکل شوې ده تر راتلوونکو لسو ورځو پورې له افغانستان سره د نړۍ د نويو ژمنو د ترلاسه کولو لپاره د ژنيو نړيواله غونډه جوړه شي او د پيسو د نړيوال صندوق په رپوټ کې هم له افغانستان سره د نړيوالو مرستو پردوام ټينګار شوىدى.
دغه راز د ماليې وزارت سرپرست او نوماند وزير خپل کاري پروګرام د باور د رايې د ترلاسه کولو په خاطر په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو سره شريک کړ او ويې ويل؛ موږ هيله لرو چې مرستندوى هېوادونه د افغانستان د بيا رغاونې د تمويل په خاطر هرکال د خپلو پخوانيو ژمنو له مخې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او موږ د ملي بودجې له لارې د دغو مرستو په سلو کې د څه ناڅه ٦٥ لګولو غوښتنه کوو چې زياته برخه به يې د پرمختيايي پروګرامونو د تمويلولو په خاطر ولګول شي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د ملي بودجې له لارې د نړيوالو مرستو د لګولو اوسنى شمېر ٤٩ سلنه ده .
بايد وويل شي چې د ١٤٠٠ مالي کال بودجې طرحه د جمهوري رياست عملياتي واحد ته د څه ناخه ٨ ميلياردو ډالرو د ځانګړي کولو، د پيسو له نړيوال صندوق څخه د څه د پاسه ٨ ملياردو افغانيو پور د ترلاسه کولو لپاره د سندونو په وړاندې کولو کې د بې پروايي، د غير اختياري پروژو د څه د پاسه ٥ ميلياردو افغانيو د تنقيضولو او د ماليې وزارت عادي بودجې ته د٤ سوه ميليونو افغانيو زياتوالي د ولسي جرګې له لوري د دغې طرحې د ردولو علتونه دي .
پاى \ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته