امنیت

د ملي امنيت دوه کارکوونکي په هرات کې ووژل شول

کابل /د کب ٤مه /باختر
د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي په هرات کې د ناپېژاندو وسله والوکسانوپه ډزوکې ووژل شول.
دغه پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو په هرات ښار کې د هرات د ملي امنيت د ښاري مرستيال پرموټر ډزې وکړې .
د هرات والي سيد وحيد الله قتالي باختراژانس ته وويل چې د يرغلګرو په دې ډزو کې د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي ووژل شول .
هغه وويل د دغې پېښې په وخت کې د هرات د ملي امنيت ښاري مرستيال په خپل موټر کې نه و.
تراوسه پورې د دغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
ختم_ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته