سیاستخبرونهامنیت

د ملي امنيت سلاکار د ايټاليا له دفاع وزير سره وکتل

کابل/ د سلواغې 7 مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ايټاليا له دفاع وزير لورنزو ګوريني او مل پلاوي سره یې وکتل.

د ملي امنيت سلاکار له افغانستان سره د  ایــټالیا د کلکې ژمنې، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستې، د ایټالوي سرتېریو د قربانیو او سولې پروسې د ملاتړ قدرداني وکړه.

ګوريني وويل، ايټاليا د ناټو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د ملاتړ د دوام تر څنګ په نورو برخو کې هم د دوه‌اړخيزو همکاریو پياوړتيا ته تیاری لري.

هغه زياته کړه چې هېواد يې د افغانستان د دولت او شرایطو د تقاضا له مخې د ناټو د هغو تصميمونو ملاتړی دی چې د تاوتريخوالي کمښت، د سولې په پروسه کې پرمختګ او له ټروريسټي ګروپونو سره د طالبانو اړيکې پکې ارزول کېږي.

د ملي امنيت سلاکار او ګوریني د يو موټي، حاکمیت لرونکي، ډيموکراټيک او سوله‌ييز افغانستان او د تېرو دوو لسيزو د لاس ته راوړنو پر خونديتوب هوکړه وکړه چې د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو او اقلیتونو حقونه پکې خوندي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته