خبرونهامنیت

د ملي امنیت سلاکار د کابل له ۱۱۱ فرقې څخه ليدنه وکړه

۵- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په یوه امنیتي غونډه کې د کابل او شمالي ولایتونو امنیتي حالت وڅېړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټرحمدالله محب پرون په هغې امنيتي غونډه کې چې د کابل په ۱۱۱ فرقه کې جوړه شوه؛ د کابل، پروان، کاپيسا او پنجشېر د واليانو او امنيتي او دفاعي مسوولینو په شتون د یادو ولايتونو امنيتي حالت وڅېړه.
هغه پر ښې حکومتوالۍ ټینګار وکړ او په مرکزي ولایتونو کې یې د امنیتي ستونزو د لرې کولو په اړوند خبرې وکړې.
ډاکتر محب وويل: ” موږ طالبانو ته د سولې لاس ور اوږد کړ، خو طالبانو نه يوازې دا چې جګړه نه ده درولې، بلکې تاوتريخوالی او ترور يې لا زيات کړي دي.”
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته