اعلامیهخبرونه

د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د کابل د تروريستي بريدونوپه اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د نننيو تروريستي بريدونو په غندنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي په ژورې خواشينۍ سره په پايتخت کې په نننيو تروريستي بريدونوکې د کابل د پنځمې امنيتي حوزې د آمر په ګډون زموږ يوشمېر بېګناه هېوادوال شهيدان شول.
هغه د دې ترڅڼګ چې نننۍ تروريتسي ډآرن بريدونه سخت غندلي دي ، ويلي دي جنايتکارو تروريستي ډلو په دغه شان وحشيانه بريدونوسره د خپل ليونتوب او ويني څښونکي څېره ښيي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي دغه بريدونه د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف دي اوپه هيڅ دين او ائين کې ځاى نه لري .
هغه زياته کړې ده چې د تروريستي او جنايتکارانه بريدونودوام ښيي چې د افغانستان د خلکو دښمنان دغه راز د جګړې او د ويني تويولو نارې وهي اوپه سولې او روغې جوړې باور اوژمنه نه لري.
ډاکترعبدالله عبدالله د ننننۍ تروريستي پېښې شهيدانوته دفردوس جنت هيله کړې ده اود شهيدانو له کورنيو او پاتې کسانو سره خواخوږي اوغمشريکي کوي .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته