خبرونهفرهنګ

د ملي موزيم د نوي ودانى کميټې غونډه وکړه

٤٥- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن د ملي موزيم د نوي ودانۍ د کميټې غونډه جوړه شوه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې پوهاند باوري د ملي موزيم ودانۍ د پروژې د کار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ملي موزيم د نوي ودانى کار د طرحې اوديزاين په پړاو کې دى.
هغه وويل دغه ودانۍ د دارالامان په دولتي کمپلکس کې د اته جريبه ځمکې په ساحه کې د يوې اسپانوي کمپنى له خوا طرحه او ديزاين شوې ده .
دغه راز پوهاند باوري د جمهوري رياست له عملياتي ادارې وغوښتل چې د فرهنګي ميراثونو د ملي لابراتوار د جوړولو په خاطر لس جريبه ځمکه چې د ملي موزيم تر څنګ موقعيت لري د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته ورکړي .
وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د پروژې د کار او دغې ودانى ته د مرستو د راټولولو د څرنګوالې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل د نوي ودانۍ د جوړولو کار په ٢٠١١ميلادي کال کې پيل شوې و .
هغه زياته کړه د ځينوستونزو له امله د دغې پروژې کار د يوې مودې لپاره وځنډول شو او په ٢٠١٧ ميلادي کال کې د هغه د طرحې او ديزاين کار بيا پيل شو او د طرحې او ديزاين د دوو پړاونو له بشپړېدو وروسته اوس په دريم پړاوکې دى .
په دې غونډه کې د جمهوري رياست د عملياتي ادارې استازي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د ديزاين په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پروژه د يوې اسپانوي کمپنى له خوا ديزاين شوې ده چې پرمختيايي ديزاين، تفصيلي ديزاين او د سندونو سپارل پکې شامل دي .
هغه وويل چې د ملي موزيم دغه ودانۍ په نړيوالو معيارونوسره جوړېږي چې اداري خونې، د نندارتون سالون ، د منلو يا پذيرش دفتر، د اثارو زيرمه ، د کنفرانس سالون ، کتابتون، د ډوډۍ خوړلوسالون اوپارکينګ به پکې شامل وي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د کميټې غړي دې راتلونکې اوونۍ په دې اړه تخنيکي خبرې اترې وکړې.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته