امنیت

د میدان وروګو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست سرپرست په کابل کې ترور شو

۲۸- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د میدان وردګو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست سرپرست نن له درېو همکارانو سره یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په کمپنۍ ساحه کې په تروریستي برید کې ترور شو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې په تاییدولو سره وویل چې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي په کابل کې په تروریستي برید کې ترور شول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وویل: ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار ۹ بجې او ۲۰ دقیقې د محمد حبیب، فریدالله، ریاض احمد او بریالي په نومونو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي د کابل د پنځمې ناحیې په باغ داوود ساحه کې ترور کړل.
د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند هم یاده تروریستي پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي چې د میدان وردګو د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست سرپرست له درېو همکارانو سره یې په تروریستې پېښه کې وژل شوي دي.
د پېښې عاملان په تېښتې بریالي شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته