خبرونهامنیت

د نشه یی توکو درې قاچاق وړونکي په کابل کې ونیول شول

– کابل / د کب/ ۱۲/ باختر
له نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو نن د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د نواباد په ساحه کې درې تنه د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل : له نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو٣ تنه د یو نیم کیلو ښېښې ، د۷۵ تابلیت کا ،۱۴۵ ګرامه هیرویینو ، څه دپاسه یو کیلو ګرامه اپینو ۵موبایلونو ، دوو تومانچو ، دوو برچو او دوه سوه دیرشو زرو افغانیو سره نیولي دي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته