کابل / دکب / ۱۴/ باختر
له نشه یی توکو سره د مبارزۍ پولیسو نن دوه تنه د نشه یی توکو د قاچاقو په تور په هرات او کابل کې ونیول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د باختر اژانس خبریال ته وویل نیول شویو کسانو نیت درلود چې ٣ کیلو ګرامه هیرویین او چرس له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې د حامد کرزي په نړیوال هوایی او د هرات د خواجه عبدالله انصاري په نړیوال هوایی ډګرونو کې د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شول .
پتای / سعیده