خبرونهټولنه

د ننګرهارله سېلاو ځپلو کورنیو سره د مرستې بهیر پیل شو

کابل / د چنګاښ ۳۰ / باختر

د ننګرهارپه بټي کوټ ولسوالۍ کې د سېلاونو له راوتلو یو ورځ وروسته له زیانمنو شویو کورنیوسره د مرستې بهیرپیل شو.

د مرستې په لومړۍ ګام کې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت په لسګونو سېلاوځپلوکورنیوسره د خیمې، شړۍ ، ترپال او د پخلنځي د لوښوپه ګډون د ژوندانه لومړني وسایل ووېشل.

د سه شنپې په شپه د سختو اورښتونوله امله د ننګرهارد بټي کوټ ولسوالۍ ځینې برخې ویجاړې شوې.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل باخترآژانس ته وویل چې په دې پېښه کې ۴۵ کورونه ویجاړشول او ۶ نورکورونه یوڅه زيان  ورسېد.

په دغو سېلاونوکې د آوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغو سېلاونوله امله هغه کورنۍ چې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي او بې ځایه شوې دي او همدا اوس د استوګنې کورونو، خوړو، درملو او پیسو ته اړتیا لري ، د ننګرهاروالي وویل: هلې خلې لري د مرستندویو بنسټونوپه مرسته له دغو سېلاو ځپلوسره زیاته مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې زیاتره دغه کورنۍ په عمومي اماکنو،لکه ښوونځيواوجوماتونوکې شپې سبا کوي چې د حکومت او مرستندویوبنسټونومرستوته سترګې په لاره دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته