ټولنه

د ننګرهار ولایتي ادارې له جاپانۍ موسسې سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل / د مرغومې ۲۱ مه / باختر
د ننګرهار ولایتي ادارې او د جاپان (PMS) موسسې د نږدې دوو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د روغتیا، کرنې او کانالونو ساتنې په برخو کې درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دغو هوکړه ليکونو پر اساس به د کوز کونړ، کامې او بهسودو ولسواليو کې درې کالونو لپاره د لسو کانالونو او سربندونو ساتنه او ترميم، د دره نور BHC کلينيک مالي ملاتړ او په کوز کونړ ولسوالۍ کې به د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنې برخه کې پروژې پلې شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته