روغتیا

د ننګرهار په يوه لرې سيمه کې د مور او ماشوم د درملنې مرکز پرانستل شو

کابل /د کب ١٦/باختر
د مور او ماشوم د درملنې يو مرکز د ننګرهار ولايت په يوه لرې پرته سيمه کې نن پرانستل شو.
دغه روغتيايي مرکز د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ګوشتې ولسوالۍ کې د المان په مرسته جوړ شوى دى .
دغه روغتون چې د اميد وارو ميندو اوماشومانو د درملنې مرکز لري په پرمختللو طبي تجهيزاتو او وسايلو سمبال دى .
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس نصير احمد دراني باختراژانس ته وويل چې دغه روغتون د المان په مرسته د لسو ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړشوى دى.
هغه وويل: د دغه روغتون په پرانستلو سره به په ګوشتې او په ګاونډيو ولسواليو کې د ميندواوماشومانو د مړينې کچه ګمښټ ومومي .
دا په داسې حال کې ده چې په ګوشته کې ناروغان د ډاډمن روغتون د نشتوالي له امله اړ و چې اميد وارې ميندې د درملنې لپاره جلال اباد ښار، کابل ، او آن بهر ته ولېږډوي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې د ميندو اوماشومانو د درملنې لپاره په دغه روغتون کې مجرب روغتيايي کارکوونکي ګومارل شوي دي .
د مناسب روغتيايي خدمتونو نه وړاندې کول د دې سبب شوى دى چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د اميد وارو ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې زيات شمېر لري .
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته