روغتیا

د ننګرهار په يوه لرې پرته سيمه کې يو روغتيايي مرکز پرانيستل شو

کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
يوروغتيايي مرکزد ننګرهار په يوه لرې پرته سيمه کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتيايي مرکزد کوټ ولسوالۍ د هيبت خيلو په کلي کې چېرته چې خلک اساسي روغتيايي خدمتونوته لاسرسۍ نه لري جوړ شوى دى .
د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د دغه روغتيايي مرکز په جوړولوکې ٩ ميليونه پنځه سوه زره افغانۍ لګولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل د دغه روغتيايي مرکز په جوړولو سره به د کوټ ولسوالۍ د خلکو روغتيايي ستونزې لرې شي.
دغه روغتون د داخلې ، د ولادي او نسايي څانګې به ولري .
دغه روغتون په طبي وسايلو اوتجهيزاتو سمبال شوى دى.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د دغه روغتون لپاره ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي ګومارل شوي دي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته