روغتیا

د نړۍ روغتيايي سازمان د افغانستان د درملو د زيرمو د ډکولو په فکر کې دى

– کابل /دتلي ١٨مه /باختر
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې د افغانستان د درملو د زيرمو د ډکولو لپاره هلې ځلې کوي.
دغه سازمان د اسلامي امارت د برياليتوب د دوو مياشتو په بهيرکې ١٨٧ ټنه درمل اوطبي تجهيزات د هوا له لارې د افغانستان سترو ښارونوته لېږدولي دي.
دغه درمل د هېواد په ستراتيژيکي سيموکې زيرمه شوي دي او يوه برخه يې خلکوته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د روغتيايي مرکزونو په واک کې ورکړ شوي دي
د نړۍ روغيتيايي سازمان نن په يوتيوت کې اعلام وکړچې دغه رازد افغانستان د درملو د ډکولو په فکر کې دى.
دغه سازمان مخکې له دې خبردارى ورکړې دى که چېرې د افغانستان له روغتيايي سيستم سره نړيوالې مرستې تامينې نه شي د افغانستان خلک به له روغتيايي بحران سره مخ شي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته