ټولنه

د نیمروز مرکز زرنج ښارعالمانو او اوسېدونکو د اسلامي امارت د کابینې د اعلام ملاتړوکړ

کابل / د وږي ۲۰ / باختر
د نیمروز د مزکرزرنج ښار عالمانو، متنفذینواو اوسېدونکو په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د اعلام ملاتړوکړ.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، دغه غونډه چې په همدې مناسبت په دې ښارکې جوړه شوه، د ابراهیم خلیل الله جومات خطیب مولوي علاى الدین موحد د اسلامي امارت د مجاهدینود بریا په مبارکی سره وویل چې دغه بریا زموږ ویاړلی تاریخ ژوندی کړ او موږ د نیمروز خلک د اسلامي امارت د کابینې له اعلام څخه خپل هراړخیزملاتړاعلامو.
په دې غونډه کې یو شمېر ویناوالو د افغانستان د خلکو د مبارزې په اړوند خبرې وکړې او د اسلامي امارت د مجاهدینو بریا د دې پایله وبلله او ويې ویل چې د اسلامي امارت د مجاهدینوپه بریالیتوب سره په هېواد کې امنیت ښه شوی دی او خلک په آسوده ګي سره کولای شي خپل کار او ژوند ته دوام ورکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته