کابل / د تلې ۲۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د هوايي چلند ادارې په یوه خبرپاڼه کې له هوايي شرکتونو غوښتي چې د ټکټونو بیې د تېر په څېر تنظیم کړي.
په یاده خبر پاڼه کې د پاکستان له (پي آی اې) او د افغانستان له کام اېر هوایي شرکتونو غوښتل شوي چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د ټکټونو بيې د تېر په څېر تنظیم کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرغړونې په صورت کې به د دغو شرکتونو پر الوتنو په ياد تګلوري کې بندیز ولګول شي.
ن/ر