امنیت

په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي

متون/دلړم۲۷مه/باختر
په خوست کې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خیریال د خبر له مخې، دغه څرګندونې د ښځو چارو د ښځو رییسې دښځوپر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، دځوانانود ملي پالېسۍ او د جندر کمېسیونونو غړو په غونډه کې کړې
په همدې حال کې د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټېټه شوې ده.
پټان زیاتوي چې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا لېدل کېږي او لازمه ده چې په دې برخه کې رسنۍ او دیني عالمان خپل مسوولیت ادا کړي.
د ښځود چارو رییسه شفعیه نورزۍ وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي، خو یو شمېر دولتي ادارو ورسره د ځینو دوسیو په حل او فصل کې په هغه ډول چې اړتیا ده لازمه همکاري نه ده کړې.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد وايي د ځوانانو په برخه کې زیات کار شوی.
زاهد زیاتوي چې د لیکن په ښوونیز مرکز کې یې ۳۰۰ نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړې او تر ۳۰۰۰ زیاتو ځوانانو ته یې په بېلابېلو برخو کې عامه پوهای هم ورکړی دی.
چې له دې برخې د لیکن ښوونیز مرکز انتقال دی چې په دې مرکز کې د ځوانانو ترڅنګ تر ۳۰۰ پورې نجونې هم په وړیا ډول درسونه لولي او خپلې زده کړې مخته بیایي.
د کار او ټولنيزودچارو رییس احسان ځدران بیا وايي چې له ۲۰۰ پورې مېرمنو ته یې د حرفوي زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړې او لا هم هڅې کوي چې نورو میرمنو ته هم د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: هغه ماشومان چې په روزنتون کې دا مهال شتون لري د یوه منظم پلان له مخې دوی ته زده کړې ورکول کېږي.
د غونډې په پای کې د جندرې مدیرې نادیه باوري، د چاپيریال ساتنې رییسې نادره هیلې او دشیخ زاهد پوهنتون استازي هم خپل فعالیتونه شریک کړل.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته