خبرونهټولنه

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو افغانانو د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله

کابل / د وږي ۹ مه / باختر

د امریکا شل کلن پوځي ماموریت د اګسټ په ۳۱ مه په افغانستان کې پای ته ورسېده، دوی افغانستان پرېښود او له دې هېواده ووتل، د همدې تېري د پای ته رسېدو په مناسبت ولسي خلکو او اسلامي امارت په نورستان، تخار، سمنګان، لوګر، پروان، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د قران کریم ختمونه او غونډې وکړې.

خلکو دغه ورځ د هېواد په تاریخ کې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو د ازادۍ اخیستو او بریا ورځ ونوموله. دوی وویل چې یاده ورځ د افغانستان د مجاهدینو لپاره یوه لویه بریا ده چې د زرګونو ځوانانو په قربانیو سره یې ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې امریکایان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه افغانستان ته راغلي وو او نن د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ مه له هېواده ووتل.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته