کابل / د لړم ۲۰مه / باختر
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو په پکتیا، روزګان، او غزني کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر د پیل خبر ورکړ.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خیریه موسسو په ملاتړ نن د دغه ولایت په احمد آبا، سید کرم، احمدخېلو، لجه منګل، ډنډ پټان، ځاځي آریوب او زرمت ولسوالیو کې پر ۶ زرو اړو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر د پيل خبر ورکړ.
د پکتیا د کرنې رياست سرپرست عبدالرؤف سعيد وويل چې د ياد پروګرام له لارې پر هر بزګر ۵۰ کيلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو یوریا سره په وړيا ډول وېشل کېږي. د دغه پروګرام د پلي کولو موخه د اړو بزګرانو لاسنیوی بلل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې: د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د بشري قواوو د انکشاف ادارې (HRDA) په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ، پر ۱۰۰۰ بزګرانو ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو یوریا سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه.
همدارنګه د کرنې وزارت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته، د غزني په قرباغ او مقر ولسوالیو کې پر ۲۶۰۰ اړو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش بهیر د پیل خبر ورکړی دی.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش بهیر دوام لري او له سروې وروسته به دغه بهیر د دغه ولایت په آب بند، ګیرو، زنخان، واغظ او اندړو ولسوالیو کې هم پیل شي.
وهاج