کابل/ د غبرګولي ۲۳مه/ باختر
د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو، د قول اردوګانو قومندانانو او د اوپراسیونونو رئیسانو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د تحرکاتو د دفع کولو او شنډولو په خاطر خپلې برنامې او تدابیر تشریح کړل.
جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یادو راپورونو له اورېدو وروسته، د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په منظمې همغږۍ او پلانګذارۍ په ټول هیواد کې د دښمن ګواښونه او خوځښتونه دفعه کړي.