اقتصاد

د پاشدان بند په جوړېدو سره ١٣٠٠٠ هکتاره ځمکه خړوبېږي

کابل / دکب ١٠مه / باختر
ټاکل شوې ده تر راتلونکو ٤مياشتو پورې د هرات د پاشدان په بند کې د اوبو زيرمه کول پيل شي .
همدا اوس د پاشدان بند ديوال بشپړشوى دى او د اوبو د کانالونو د جوړېدو کار دوام لري.
د پاشدان بند د هرات ښار د ختيځ په ٣٠ کيلومتري واټن کې موقعيت لري .
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعودې کرخي باختراژانس ته وويل دغه بند د ١٣٠٠٠ هکتاره ځمکې په خړوبولو برسيره به دوه ميګاواټه برېښنا هم توليد کړي.
هغې زياته کړه د پاشدان بند د سلما له بند وروسته په هرات کې د اوبو دويم ستر بند دى.
د پاشدان بند د پروژې مسوول عارف اڅکزي وايي چې دغه بند د افغانستان د دولت له بودجې څخه د ١١٧ ميليونو ډالرو په لګښت د ٢٠٢١ميلادي کال تر وروستيو وختو پورې بشپړېږي.
بايد وويل شي چې د پاشدان بند اوبه د بابا له غره او د بادغيس د سبزک له غاښې څخه تامنېږي
ختم –ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته