سیاستTOPنړۍ

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې نړۍ په افغانستان کې له نوې حکومت سره رغنده تعامل تامين کړي

کابل /د تلي ١٦مه /باختر
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار له نړيوالو قدرتونو غواړي چې د افغانستان له اسلامي امارت سره رغنده تعامل ولري.
باختراژانس د امريکايي مجلې فارن افرز له خولې خبرراکړ چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف له دغې مجلې سره په مرکه کې وويل چې افغانستان نن له يو انتخاب سره مخ دى : يا کولاى شي د سولې سخت تګلورى ووهي او يا کورنيو نااراميو ته راستون شي،له دې امله په افغانستان کې له نوې حکومت سره تعامل په دغه هېواد کې د بشري نا تار د رامنځته کېدومخه نيسي.
هغه زياته کړه چې پاکستان د افغانستان د پخواني نظام په سقوط کې هيڅ رول نه درلود.
د يوسف د څرګندونو له مخې؛ له نظام څخه د خلکونه ملاتړ، اداري فساد، ناسم حکومتوالۍ او د افغان ځواکونو ترمنځ د جنګي روحيې نشتوالي د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط له عواملو څخه و.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته