ټولنه

د پاکستان مرستې د بلخ مسوولينو ته وسپارل شوې

کابل / د تلې ۲مه / باختر
پاکستان د بلخ له خلکو سره د ٣٢ ټنو خوراکي او طبي توکو مرسته وکړه.
دغه مرستې د یاد هېواد د قونسل په بلخ کې د اسلامي امارت مقاماتو ته وسپارلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو مرستو د سپارلو په غونډه کې په شمال لوېديځ زون کې د اسلامي امارت فرهنګي مسوول مولوي ذبيح الله نوراني د پاکستان اسلامي هېواد د ښه ګاونډيتوب او بشردوستانه مرستو مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې پاکستان په ډېرو حساسو شرايطو کې چې د افغانستان خلک له خراب اقتصادي حالت سره لاس او ګريوان دي؛ مرسته وکړه.
مولوي نوراني زياته کړه: پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ سره، امنيت تامين شوى دى، خو زموږ خلک له اقتصادي پلوه له ستونزو سره لاس او ګريوان دي چې د ګاونډيو هېوادونو په پاملرنې او همکارۍ به دغه ستونزې تر يوې اندازې پورې لرې شي.
دغه راز په بلخ کې د پاکستان جنرال قونسل شفاعت خان کليم وويل: د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان مسلمان او ورور خلک يواځې نه پرېږدي او په هر راز شرايطو کې د افغانستان د مسلمانو خلکو ترڅنګ ولاړ دى او د پاکستان حکومت د خپل انساني او اسلامي رسالت پر بنسټ له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته