ټولنه

د پنجشېر خلکو د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ وکړ

کابل / د وږي ۲۳مه / باختر
د پنجشېر یوشمېر مشرانو او خلکو له افغانستان اسلامي امارت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغو جلاجلا مراسمو کې چې د پنجشېر د پریانو او خنج ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قومندانانو د پېژندنې په مناسبت د دغه ولایت د والي مولوي قدرت الله پنجشېري، د مرستیال والي شاه ملنګ روح الله او د پنجشېر د زرګونو اوسېدونکو په شتون ترسره شول؛ ګډونوالو له افغانستان اسلامي امارت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
په دغو مراسمو کې مولوي شېرعلي د خنج ولسوال او سخي د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان وپېژندل شول. دغه راز قاري حقمل د پریانو ولسوالۍ د ولسوال او نورآغا د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه معرفي شول.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته