روغتیا

د پکتیا په مرکزکې د یو روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل / د مرغومي / ۵ / باختر
د پکتیا په مرکزګردیزښارکې یو روغتون جوړېږي.
دغه روغتون ټاکل شوې ده په روغتيايي معیارونو برابر د ۴۰۰ زرو امریکايي ډالروپه لګښت جوړشي.
د دغه روغتون په تاسیساتوکې د داخلې ، جراحۍ، ماشومانو او د نسايي او ولادي څانګې په پام کې نیول شوې دي.
د قمرخیریه بنسټ د دغه روغتيايي مرکزد جوړولو لګښت ورکوي .
ټاکل شوې ده دغه روغتون له جوړېدو وروسته په طبي دستګاوو سمبال شي.
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست یوې سرچېنې باختراژانس ته وویل چې دوی د دغه روغتون لپاره د روغتيايي کارکوونکواستخدام ته چمتودي.
دغه روغتون د لسګونوبسترونود لرلو ترڅنګ هره ورځ د پکتیا سلګونواوسېدونکوته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولوتوان به ولري.
مسوولین وايي چې د دغه روغتون د جوړولو کاربه تر راتلوونکي پسرلي پورې بشپړشي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته