کابل / د غويي ١٠مه / باختر
د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان په پکتيکا کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول.
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې وسله والوطالبانو په برملې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون١٢وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې د طالبانو ډلې پاکستاني قوماندان قاري اخترمحمد پنجابي هم په وژل شويو کې شامل دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا