ښوونه او روزنه

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر پیغام

کابل / د تلې ۱۳مه / باختر
تر هر څه مخکې د ښوونکي د ورځې یا په بل عبارت د هېواد د بچیانو د راتلونکې د رښتینې معمار د ورځې مبارکي د نړۍ په ځانګړې توګه د هېواد ټولو ګرانو ښوونکو، استادانو او مدرسینو ته د زړه له کومې وایم.
هغه ښوونکي چې له بې شمېره ستونزو او ګواښونو سره سره یې د صبر او ثبات لوړې څوکۍ فتح کړې دي او د دې خاورې د مستقبل جوړوونکو بچیانو د ذهنونو د تنویر او روښنايي لپاره دوامداره او نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او مخ په وړاندې درومي.
په ټولنه کې د زیارکښو ښوونکو د عالي مقام او مقدس مسلک د پېژندلو په منظور به دا کافي وي چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د هغه مبارک حدیث یادونه وکړو چې فرمايي:
(انما بعثت معلمًا) یعنې په تحقیق سره زه ښوونکی را لېږل شوی یم.
نو په همدې اساس اجازه راکړئ یو ځل بیا تاسې ته ستاسې د لوړ مقام، ویاړلي موقف او ستر عظمت چې الله تعالی تاسې ته در بښلی دی، تبریکي ووایم.
واقعًا تاسې ټول هغه معظم شخصیتونه یاست چې له بې شمېره ستونزو سره سره مو د خپل مقدس مسوولیت په اداء کولو کې چې د هېواد د بچیانو سالمه روزنه او ښوونه ده، په ټولنه کې خپل عالي مقام او موقف په اثبات رسولی دی او ستاسې د دې نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په نتیجه کې زموږ د ګرانو خلکو په مخ د سالمې ښوونې او روزنې روښانه دروازې پرانیستل شوې دې.
زه پوهېږم نن چې تاسې له کومو ستونزو او کړاوونو سره مخ یاست، ستاسې د تعلیم او تدریس سپیڅلى او مقدس مسوولیت اغېزمن شوی دی، همدارنګه تاسې له پوره معاش او امتیازاتو څخه چې تاسې ته د صادقانه خدمتونو په بدل کې لازم دي، بې برخې یاست. خو تاسې ګرانو ښوونکو ثابته کړه چې د دې خاورې د بچیانو د تعلیم او تربیې په لاره کې له هېڅ ډول هڅو او هلوځلو څخه نه شاته کېږئ او هېڅ شی تاسې له خپلې سپیڅلې دندې څخه را ګرځولای نه شي.
ګرانو او محترمو استادانو!
د پوهنې وزارت مشرتابه په پوره اهتمام او جدیت سره ستاسې د مخلصانه هلوځلو او خدمتونو چې د بې شمېره ستونزو سره سره یې تاسې سرته رسوئ، په احسنه طریقه قدرداني کوي.
ستاسي د اقتصادي حالت پیاوړتیا همېشه د دغه وزارت د مشرتابه د پاملرنې عمده ټکی دی او په دې لاره کې له هېڅ ډول کوښښ او تلاش څخه ځان نه سپموي.
د پوهنې وزارت یوځل بیا دا ژمنه تجدید او تکراروي چې د یو مسوول ملي بنسټ په توګه به د اسلام د مقدس دین د اساساتو، په هېواد کې د حاکمو قوانینو او ملي کلتور د رعایت په رڼا کې به له هر ډول سیاسي تمایلاتو، تبعیض او توپیر څخه پرته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د متوازنې او سالمې ښوونې او روزنې په لاره کې د خپلو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن وي.
همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له ټولو محترمو علمای کرامو، ملي او علمي شخصیتونو، ولسي مشرانو او ټولو هېواد والو څخه په درنښت هیله کوي چې د ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې وزارت د منسوبینو او حریم په امنیت او مصئونیت کې په پوره جدیت سره هلې ځلې وکړي چې د الله تعالی له درباره د دنیا او آخرت ستر اجر لاس ته راوړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته