خبرونهفرهنګ

د کابل د ځوانو شاعرانو او لیکوالو ټولنه جوړه شوه

۲۷- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل د ځوانو شاعرانو او لیکوالو ټولنه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د یو شمېر مسوولینو او ځوانو شاعرانو او لیکوالو په ګډون جوړه شوه، د ځوانانو چارو معينيت په فرهنګي چارو کې د رضاکارو ځوانانو رييس لايق شاه ځدراڼ، وویل: د دې ټولنې د جوړولو موخه د ځوانو شاعرانو او لیکوالو د کلتوري فعالیتونو همغږي ده.
هغه زیاته کړه: د ځوانانو چارو معينيت تراوسه د کابل په ګډون په بلخ، تخار او پنجشېر کې د ځوانو شاعرانو او لیکوالو ټولنې جوړې کړې دي.
ځدراڼ د ځوانانو لپاره د ځوانانو چارو معينيت پروګرامونه او مسوولیتونه په ګوته کړل او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې د ظرفیتونو لوړولو او ودې لپاره له مناسب فرصتونو څخه کار واخلي.
په دې ناسته کې د ځوانانو د فرهنګي اړیکو آمر وفي الله فرنود، ګدامحمد خراساني او مسیح الله جاهد په ترتیب سره د ټولنې په بېلابېلو برخو په خاصه توګه د فرهنګ په برخه کې د ځوانانو د رول او فعال شتون په اړه معلومات ورکړل.
دوی ټینګار وکړ چې ځوانان په ټولنه کې یو پیاوړی ځواک دی چې د هېواد له نیمایي زیات نفوس جوړوي او دوی ته باید پاملرنه وشي او د هغوی د ودې او ظرفیت جوړولو لپاره باید مناسب فرصتونه برابر شي.
ورپسې یو شمېر ځوانو شاعرانو خپل شعرونه دکلمه کړل او د مراسمو په پای کې مسوولینو مستحقو ځوانانو ته ستاينليکونه ورکړل.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته