ښوونه او روزنه

د کابل ميخانيکي انسيتيوت خبرتيا

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د کابل ميخانيکي انستيتوت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د ۹ ټولګيو فارغان د ماشين، برېښنا، الکترونيک او د موټرو د ترميم په څانګو کې د ۵ کلنې دورې او دغه راز د اوبو رسونې، مرکزګرمۍ، فلزي صنايعو او د لرګيو صنايعو په څانګو کې د ۳ کلنې دورې لپاره د ١۴٠٠ کال په لسم ټولګي کې د جديد الشمول په توګه مني.
د دولسمو ټولګيو فارغانو ته مسلکي فراغت ليک ورکول کېږي او په دوه کلنه دوره کې په انستيتوت کې په موجودو څانګو کې د تحصيل دوام او د څوارلسم ټولګي فارغانو ته د انجنير د مرستيال ډيپلوم او د لوړو زد ه کړو د کانکور په آزموينه کې د لارې موندنې او ممتازو محصلانو ته چې د نمرو فيصدي يې ۸۰ وي، د لوړو زده کړو د اختصاصي کانکور په آزموينه کې شاملېږي. د ولايتونو زده کوونکو ته د بدلې اعاشې او ممتازو زده کوونکو ته له هېواده بهر تحصيلي امتيازونه په پام کې نيول شوي دي
مينه وال د شموليت فورمې د ترلاسه کولو په خاطر له دوو عکسونو او د تابعيت له تذکرې سره دې د افغان – ترک لېسې ته مخامخ په شاه دوشمشېره (ع) کې د کابل ميخانيکي انستيتوت ادارې ته ورشي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته