٢١- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د کابل ښار د څلورمې ناحيې د کارته پروان په دويمه برخه کې نن سهار چاودنه وشوه چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل نن سهار په ٧بجواو ٣٥ دقيقو په يو دولتي لندکروزرموټر کې ځاى پرځاى شوى مقناطيسي ماين د کابل ښار د څلورمې ناحيې د پروان دوم په ساحه کې وچاوديد چې د سرزيان يې نه دى اړولى خوموټر يې ويجاړ کړى دى .
د کابل ښارد شاه شهيد په ساحه کې پرون په يوه ورته پېښه کې يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
ختم_ ج_ا
17 د یوې دقیقې څخه لږ